د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۲۱ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د پېښدو اټکل کړی دی.
د هواپېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، بغلان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، کابل، لوګر، بامیان، غزنی، دایکندي، اروزګان، میدانوردګ، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل شته.
د خبرپاڼې له مخې، د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ – ۳۵ ملي مترو پورې ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په خبرپاڼه کې همداراز په سویل ختیځ، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو خبرداری ورکړ شوی دی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۷۵ کیلو مترو پورې وي.
هواپېژندنې ادارې دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې له تېرو دریو اوونیو راهیسې د ننګرهار په ګډون په ځتیځو ولایتونو کې د سختو سیلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.