ډېر لوستل شوي

غزني کې ناپېژانده‌ وسله‌والو پنځه کسان په ډزو وژلي

د غزني ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «قرباغ‌» ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه د شپې مهال د قرباغ ولسوالۍ «ټولاخیلو» کلي ته څېرمه ‘په یو تنها آباد شوي’ کور کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې له پېښې وروسته د یادې ولسوالۍ امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د دې پېښې په تړاو یې څېړنې پيل کړې دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ د دې خونړۍ پېښې لامل پخوانۍ دښمني بللې او په تړاو یې د څو کسانو د نیول‌کېدو خبر هم ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وژل‌شوې کورنۍ غړو څو کاله مخکې د دغو ناپېژاندو کسانو یو ورور وژلی و.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د پخوانیو دښمنیو له امله ډېرو کسانو ژوند بایللی و.
بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو په ځینو ولایتونو کې د زړو دښمنیو د پایته‌رسولو هڅې هم پیل کړې او له تېرو دریو کلونو راهیسې لسګونه زړې دښمنۍ پایته‌ رسول شوې دي.

اړوند خبرونه