ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح الله مجاهد: یوازې له ایران څخه هره ورځ له ۲۰ – ۳۰ زرو افغان کډوال راستنېږي

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو بهیر تر دې دمه سم مدیریت شوی او د دوی ستونزو ته رسېدنه شوې ده.
ښاغلي مجاهد ویلي چې د کډوالو وزارت له لوري د یو کمېسیون جوړېدو پر بنسټ د راستنېدنې بهیر مدیریت پیل شوی چې کډوالو ته ښه راغلاست ویل، بایمتریک، روغتیایي خدمتونه، د خوراکي توکو ور رسول، لنډمهالې مېشتېدنه، ترانسپورت او نغدي مرستې پکې شاملې دي.
د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي چې اصلي سیمو ته د راستنېدونکو تر لېږدولو وروسته د کډوالو لپاره د کار زمینې برابرولو طرحه هم جوړه شوې ده.
ذبیح الله مجاهد په خپلو خبرو کې له ایران د افغانانو راستنېدنه د اټکل خلاف زیاته بللې او په وینا یې چې دا مهال هره ورځ له ۲۰ – ۳۰ زرو کسان راستنېږي.
“په راستنېدونکو افغانانو کې ډېری یې د ښو تجربو لرونکي دي، او د دوی له وړتیاوو به د وطن د آبادۍ لپاره ګټه واخیستل شي.”
مولوي ذبیح الله مجاهد په ټولو هېوادونو کې د افغان اتباعو حقونو ته پر رسېدنې ټینګار کړی او په وینا یې چې په دې برخه کې یې د جرمني په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره د افغان اتباعو په اړه لیدنې کتنې شوې دي.

اړوند خبرونه