د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتني پوځي، مسلکي او عقیدوي روزنې وروسته فارغ شول.
ياد وزارت وايي، د فراغت په مراسمو کې مسوولینو د اعداد پر ارزښت ټینګار کړی او له فارغانو یې غوښتي، چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او خپلې زده کړې په عملي ډګر کې وکاروي.
د معلوماتو له مخې، په دې فراغت غونډه کې د ملي دفاع وزارت استازي مولوي تاج محمد رهبر، د قول اردو مرستیال قوماندان جبار آغا، درستیزوال مولوي نقیب الله عزیزي او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی وو.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د دغه مرکز له لارې اووه دورې منسوبین فارغ شوي، چې اوس د هېواد او ولس د خدمت په لیکو کې شامل دي.