د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر، مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر «فیلیپو ګراندي» سره کتلي، او د راستنېدونکو اړوند یې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې فیلیپو ګراندي ویلي چې کابل ته یې د سفر موخه له نږدې څخه د افغان راستنېدونکو د حالت ارزول او ورسره د مرستې کولو لپاره د مالي سرچینو جلب دی.
د نوموړي په وینا، هڅه کوي چې د اړمنو لپاره کافي مالي سرچینې راجلب او مرستې ورته ورسوي.
فیلیپو ګرانډي دا هم ویلي چې په جبري ډول د افغانان د ایستلو په هکله د اسلامي امارت له دریځ سره همغږی دی او د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه یې د درې اړخیزو ناستو پر ژر پیل ټینګار کړی دی.
بلخوا په دې کتنه کې د کډوالو چارو سرپرست وزیر، ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان اقلیمي بدلون او جګړو ځپلی، ایران او پاکستان هر ورځ زرګونه افغانان په جبري ډول راباسي چې دې چارې پر اقتصاد او ټولنیزو خدماتو منفي اغېز کړی.
مولوي عبدالکبیر همدرازا په ډلهییز ډول د افغان کډوالو ایستل د اندېښنې وړ بللي او ټینګار یې کړی چې د افغان راستنېدونکو حقونه او پانګه باید په کوربه هېوادونو کې ضایع نه شي.