پاکستاني رسنۍ وایي، په تېره یوه شپه او ورځ کې پرلپسې اورښتونو په بلوچستان ایالت کې سېلابونه بهولي چې له وجې یې ګڼ کورونه اوبو ډوب کړي دي.
راپورونو وایي چې درنو اورښتونو د بلوچستان په ګوادر بندر کې ګڼ کورونه ویجاړ کړي.
د پاکستان ډیلي جنګ خبري شبکه وایي چې یاد بندر کې د اوبو د زیاتوالي او د سېلابونو د بهیدو له کبله بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.
ددغو سېلابونو له وجې موصلاتي لارې تړل شوي، د استوګنې کورونه، کرنیزې ځمکې او د دې ښار بېلابېلې سیمې اوبو لاندې کړي.
د پاکستان چارواکي وايي چې د څو ورځو پرلپسې اورښتونو د ګوادر اوسېدونکي سخت زیانمن کړي دي.
بل پلو، دغو سېلاب ځپلو پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې لومړنۍ مرستې دې ورسره وکړي.