ډېر لوستل شوي

کابل ته د رابطه‌العالم‌الاسلامي رييس سفر؛ د ا.ا له مشرانو سره پر مهمو مسایلو خبرې کېږي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (رابطه‌العالم‌الاسلامي) رييس شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی او ورسره راغلي پلاوي ته په ارګ کې رسمي ښه راغلاست وويلې.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، ټاکل شوې چې د رييس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند به له یاد لوړپوړي پلاوي سره په کتنه کې د اسلامي امارت او د رابطه‌العالم‌الاسلامي ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت ترڅنګ، د اسلامي نړۍ پر مهمو مسایلو او د حل لارو بحث وکړي.
دغه راز ويل شوي، چې ياد پلاوی به د ليدونو په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم جلا کتنې ولري.

اړوند خبرونه