ډېر لوستل شوي

له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۲۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

کورنیو چارو وزارت په نیمروز، ننګرهار، نورستان، بدخشان، هرات، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ۲۰ کسانو د نیولو خبر ورکړی.  

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا کسان له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلا، جعلي سرو زرو پلور او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیول شوي دي. 

د خبرپاڼې له مخې په دوی کې شپږ کسان په نیمروز، څلور په ننګرهار، درې په نورستان، درې په بدخشان، دوه په هرات او دوه تنه نور په فاریاب او سمنګان ولایتونو کې نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د لسګونه کسانو د نیولو راپورونه ورکړی وو. یاد وزارت ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونو وخت ناوخت په هېواد کې د هغو کسانو د فعالیتونو مخه نیولې چې غلا، انسان‌تښتونې او د امنیت په ګډوډولو کې لاس لري.

اړوند خبرونه