ډېر لوستل شوي

مولوي اميرخان متقي: له نړیوال فشار سره سره مو سیاسي او اقتصادي ثبات ټينګ کړی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، اسلامي امارت د نړیوالو بندیزونو سره سره توانېدلی چې اقتصاد باثباته وساتي، کارخونې پرانیزي او له ۴۰ هېوادونو سره سیاسي اړیکې ټینګې کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د پکتیا ولايت په یوې غونډه کې کړې او زیاته کړې يې ده، چې د کانونو د سالم استخراج ترڅنګ د وارداتو او صادراتو لړۍ منظمه شوې، نشه‌یي توکو د کرکیلې او قاچاق مخه نیول شوې او له بهرنیو هېوادونو د راستنېدونکي افغانان په ښه توګه مدیریت شوي دي.
ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې د نړيوالو له لوري پر اسلامي امارت له دومره محدودیتونو سره سره، حکومت هڅه کړې چې د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ثبات ومومي.

اړوند خبرونه