ډېر لوستل شوي

سبا په ځینو ولایتونو کې د باران اټکل شوی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په دریو ولایتونو کې د تالندې برېښنا، باران او سېلابونو د پېښدو اټکل کړی دی. 

د هواپېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې سبا په نورستان، کونړ او خوست ولایتونو کې د ورښت اټکل شته.  

د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.  

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په خبرپاڼه کې همداراز په لوېدیځو، سوېل ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړل شوی دی. 

سرچینې د دغو تېزو بادونو سرعت په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مترو پورې اټکل کړی دی. 

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرې نږدې یو میاشتې راهیسې یو شمېر ولایتونه سخت ورښتونو او سېلابونو ځپلي او هېوادوالو ته یې ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي.  د ویلو ده چې پرون په نورستان کې د تندر غورځېدو له امله د یو شپانه ۳۰ څاروي تلف شوي وو.

اړوند خبرونه