د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رييس عبدالعلي عمري وايي، د اسلامي امارت د زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د فرمان پر بنسټ د اداري واحدونو په تشکیل کې ۳۰ نوې ولسوالۍ منظورې شوې دي.
د اميد راډيو خبريال د امارتي ادارو د تېر يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې د ښاغلي عمري په حواله ويلي، دغه ولسوالۍ بدخشان، لغمان، بادغیس، فاریاب، بلخ، کندهار، نورستان او څو نور ولایتونو کې تازه منظورې شوې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدازۍ وزارت د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رييس زياته کړې، چې یادې ولسوالۍ د اړوند پلاوي تر څېړنو وروسته د اداري واحدونو نقشه کې ور زیاتې شوې هم دي.