صهیونستي پوځ غزه کې پر هغو بې ګناه فلسطینیانو ډزې کړي چې د مرستو اخیستلو لپاره په کتارونو کې ولاړ وو.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، پر فلسطيني ولسي وګړو د اسرائيلي پوځيانو په ډزو کې
۱۱۰ تنه شهیدان شوي او ۹۰ تنه نور ټپيان دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دا برید پرون (پنجشنبه، کب۱۰مه) د غزې په النابلسي څلورلارې کې شوی دی.
د ژغورنې ډلې لا هم د پېښې له ځايه د شهیدو شويو کسانو د جسدونو په ايستلو کې نه دي بريالي شوي.
بل پلو د نیواکګر رژیم پوځ ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.
د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د یرغل له پیل راهیسې تر دېرش زرو زیات ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
د دغه بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.