د کندهار ځایي مسوولین وایي چې په دې ولایت کې وروستیو درنو اورښتونو دوه ماشومان شهیدان کړي او درې تنه نور ټپیان دي.
د کندهار امنيه قومندانۍ وياند ملا اسدالله جمشید رسنیو ته ویلو چې درنو اورښتونو په کندهار ښار او ولسواليو کې ۲۳۸ کورونه هم ویجاړ کړي دي.
د کندهار ځایي چارواکي وایي چې اورښتونو کوچیان او نوي کډوال تر نورو ډېر زیانمن کړي دي.
د ویلو ده چې په دې ولایت کې امنیتي ځواکونه د زیانمنو هېوادوالو مرستې ته ورغلي دي. تېره ورځ هوايي ځواکونو هغه دوه تنه هېوادوال هم وژغورل چې د کندهار ښورابک ولسوالۍ کې په سېلاب کې بند پاتې وو.