ډېر لوستل شوي

هواپېژندنې په ځینو ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په لسو ولایتونو کې د ورښت، او سېلابونو د پېښېدو خبرداری ورکړی.  

د هواپېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې سبا (جمعه، زمري ۱۰مه) په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، غزني، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا او سېلابونو د راوتلو اټکل شته. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې وي. 

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت همداراز د هېواد په سوېل‌ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې په بېلابېلو سیمو کې به یې سرعت په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلو مترو پورې وي. 

د ویلو ده چې له تېرې نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې ځینې ختیځ ولایتونو د ورښت او سېلابونو له امله سخت ځپل شوي او هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

اړوند خبرونه