ډېر لوستل شوي

ایران ته د اویا زرو ډالرو قاچاق مخنیوی وشو

کورنیو چارو وزارت په خپل اېکس لیکلي چې سرحدي ځواکونو ایران هیواد ته د اویا زرو ډالرو قاچاق مخنیوی وکړ.

یاد وزارت زیاته کړې چې افغان سرحدي ځواکونو اسلام کلا بندر کې یو هراتی هیوادوال نیولی چې زرګونه ډالر یې قاچاقول.

د ویلو ده چې تېره ورځ ننګرهار کې هم د دې ولایت ګمرک منسوبینو ۵ زره او ۸۸ کیلو ګرامه امونیم نایټریټ نیولي وو چې  پاکستان ته په ناقانونه توګه لېږدول کېدل.

اړوند خبرونه