ډېر لوستل شوي

د لوګر په مرکز، پل‌علم کې د سترګو ناروغانو وړیا درملنه پیل شَوې

د لوګر عامې روغتیا ریاست وایي چې د یاد ولایت په نایب امین الله خان روغتون کې د عامې روغتیا وزارت د سترګو د درملنې ټیم خدماتي وړیا کمپ پرانیستی چې پکې به له ۴ تر ۵ زرو ناروغانو وړیا درملنه وشي.
د یاد ریاست مسوولینو امید راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د روغتیا وزارت د سترګو متخصصین به د شاوخوا ۲۰۰ کسانو د سترګو د پردې عملیات وکړي او شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته به عینکې هم ووېشل شي.
د لوګر د عامې روغتیا رییس، حافظ سعید الرحمن قادري ویلي چې د دغه کمپ ټول درمل وړیا دي او خلک کولای شې د څو ورځو په بهیر کې له دغو خدماتو څخه برخمن شي.
په خبرپاڼه کې د دغه کمپ د متخصصینو له قوله ویل شوي چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره ده او دوی هیله مند دي چې ټولو ناروغانو ته خدمات ورسیږي او د خلکو رضایت ترلاسه کړي.
د خبرپاڼې له مخې چې د لوګر د عامې روغتیا ریاست هر کال په همدې موده کې یاد خدمات خلکو ته برابروي او موخه یې د ټولنې بیوزلو خلکو ته وړیا د سترګو خدمات برابرول او د هغوی د ستونزو حل کول دي.

اړوند خبرونه