د تورخم ځایي مسوولینو ویلي چې پاکستاني لوري ورته ۳۵۰ افغان بندیان سپارلي دي.
په دغو بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
ویل کیږي چې دا کسان د قانوني اسنادو د لرلو سربېره پاکستاني پولیسو نیولي وو.
یاده دې شي چې دا کسان یوه اونۍ وړاندې په پنجاب او اسلام اباد کې نیول شوي وو چې اوس ازاد شوي.