د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد رسنیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د یوې نرسې د قتل په تړاو دوه شکمن کسان نیولي دي.
ویل کیږي، دا نرسه د کورني تاوتریخوالي په وجه وژل شوې، چې په وژنه کې یې خاوند لاس لري.
یادې مېرمنې له خپل خاوند څخه د طلاق غوښتنه لرله، خو هغې نه منله. د نوموړې نرسې خاوند قاتل ته یو لک افغانۍ او درې زره ډالر ورکړي و.
د پېښې سره سم، امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته رسېدلي، د پېښې د څرنګوالي په اړهیې پلټنې پيل کړي، او دوه کسانیې نیولي چې دا مهال تر څېړنو لاندې دي.
د ننګرهار ځایي مسوولینو ویلي چې دا پېښه جدي څاري او عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.