ډېر لوستل شوي

پاکستان د ۱٫۴ میلیون افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې

نړیوالو رسنیو د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په یاد هېواد کې به د مېشت «پي او ار» کارت‌لرونکو افغان کډوالو ایستل هم پیل شي.
د واشنګټن پوسټ په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت هلته ۱٫۴ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته لېږي.
پاکستاني چارواکو څه موده مخکې ویلي وو چې هلته د «POR» کارت‌لرونکو د استوګنې موده پوره شوې، خو هغه مهال یې د ایستلو یا مودې غځولو په اړه څه نه وو ویلي.
له پاکستانه د نږدې یو نیم میلیون نور افغان کډوالو د ایستلو په اړه دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې له ایران څخه د افغانانو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.
بلخوا اسلامي امارت هېواد ته د راستنېدونکو د ښه مدیریت په اړه ډاډ څرګند کړی او ویل شوي چې تر دې دمه له ګاونډیو هېوادونو د راستنو شویو ستونزو ته رسېدنه او په دې برخه کې راتلونکو پړاوونو ته لازمې طرحې پلان شوې دي.

اړوند خبرونه