سنځله چې علمي نوم یې Elaeagnus angustifoliaدی، په دودیز طب، معاصر څېړنو، او نړیوالو کلتورونو کې د ځانګړې پاملرنې وړ بوټی بلل شوی. له ویتامینونو، قندونو، امینو اسیدونو او ګټورو غوړیو څخه بډایه دا میوه د هډوکو د پیاوړتیا، د زړه د روغتیا، د بندونو د درد، د معدې د ناروغیو، بواسیر، شکرې، لوړ فشار، خارښ، تبه او ګڼو نورو ناروغیو پر وړاندې یو طبیعي سپر ګڼل کېږي.
سنځله، چې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې کرل کېږي، زموږ د درملیز میراث یوه مهمه برخه جوړوي او اوس د معاصر ساینس له خوا هم د هغې ګټې په پرلهپسې توګه ثابتېږي.
۱. د سنځلې روغتیايي ګټې
- د هډوکو پیاوړتیا:
سنځله د کلسیم یوه بډایه سرچینه ده، چې د هډوکو د جوړښت او پیاوړتیا لپاره خورا اړینه ماده ده. د هغو کسانو لپاره چې د هډوکو ضعف لري، سنځله یو طبیعي تقویتي خواړه ګڼل کېږي.
- د زړه او وینې رګونو لپاره ګټوره:
د سنځلې په ترکیب کې شته ویټامین K، غیر اشباع غوړ او پوليفېنولونه د زړه د حملې، لوړ فشار او د وینې د جریان د اختلالاتو پر وړاندې اغېزمن دي. دا میوه د وینې فشار تنظیموي او د وینې پاکوالي کې مرسته کوي.
- د معدې او هاضمې لپاره طبیعي درمل:
په دودیز طب کې سنځله د معدې د زخم، تیزابیت، قبض او نفخ لپاره یوه ګټوره دوا بلل شوې ده. د هغې نرم طبیعت د هاضمې سیستم تسکینوي او د نس ناستې او استفراق مخنیوی کوي.
- د بندونو او مفاصلو درد ته آرام ورکوونکې:
کله چې سنځله د زیتون په غوړو کې سره شي، د بندونو، زنګونونو او مفاصلو دردونه اراموي. دا خاصیت د هغو کسانو لپاره مهم دی چې له التهاب یا ارترایتیس رنځ وړي.
- د سړې تبې او موسمي ناروغیو پر ضد:
د سنځلې ګلان، شیره او میوه د موسمي تبو، زکام او سردرد لپاره ګټور ګڼل کېږي. په اسپانیا کې یې د ګلانو شیره د شدیدو تبو د مخنیوي لپاره کارول کېږي.
- د صفرا، ځيګر او زیړي لپاره اغېزمنه:
سنځله د صفرا د توازن ساتلو او د ځيګر د پاکولو خاصیت لري. د زیړي ناروغانو ته یې کارونه ګټور تمام شوی.
- د شکرې (قند) ناروغانو ته ګټوره:
په سنځله کې شته ګلوکوز او فرکتوز طبیعي قندونه دي، چې د انسولین په تنظیم کې مرسته کوي. د شکرې ناروغانو لپاره، سنځله یوه خوندي میوه بلل شوې.
- د پوستکي، ویښتانو او ښکلا لپاره ګټوره:
سنځله چې د زیتونو په غوړو کې سره شي، د خارښ، د پوست وچوالي په مخنيوي او ویښتانو ته د ودې لپاره ګټور دي. دا پوست ته رطوبت ورکوي او د طبیعي ښکلا احساس پیاوړی کوي.
- د بواسیر او د زیات ادرار ضد درمل:
په ولسي طب کې سنځله د بواسیر د دردونو کمولو لپاره کارول شوې ده. همدارنګه د زیات ادرار یا “تکرر البول” ستونزه هم ورسره ښه کېدای شي.
- د سرطان ضد، درد ضد او التهابي ناروغیو لپاره مؤثره:
سنځله په خپل جوړښت کې انټياکسیدنټونه لري، چې د بدن حجرې له تخریب څخه ساتي. دا خاصیتونه یې د سرطان ضد، درد کمولو او التهابي ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم ګرځوي.
۲. د سنځلې کرکېله او حاصلات
- اقلیمي شرایط:
سنځله د وچ اقلیم، یخنۍ او بادونو پر وړاندې يوه ډېره زغم لرونکې ونه ده. له همدې امله د افغانستان ډېری وچې سیمې د سنځلې د کرنې لپاره مناسبې بلل کېږي.
- د خاورې اړتیا:
سنځله تقریباً له هر ډول خاورې سره توافق لري، خو غوره ده چې په نرمه خاورې کې وکرل شي. دا بوټی د مالګې زغم هم لري، نو ځکه یې کرنه د نیمه شوره خاورې په ساحو کې هم امکان لري.
- کښت او روزنه:
د سنځلې کښت د تخم، قلم یا نیالګي له لارې ترسره کېږي.
د قلم له لارې کښت ډېر ګړندی او باکیفیته پايله ورکوي.
د نیالګي تر کښت وروسته باید ونې لږ تر لږه ۲ – ۳ کاله منظمه روزنه، په سمه توګه اوبه او خړوبه وساتل شي.
- ګل اچونه او حاصل ورکونه:
سنځله معمولاً د پسرلي په موسم کې ژیړ خوږبویه ګلان کوي، مېوې یې د مني (خزان) په لومړیو کې پخېږي او خوراک ته چمتو کېږي.
یو ښه ساتل شوې د سنځلې ونه له ۳ څخه تر ۵ کلونو وروسته حاصل ورکوي.
- د حاصلاتو او د راټولولو وخت:
د سنځلې میوه چې کله سور رنګ، خوږ خوند او ښه بوی پيدا کړي؛ نو هغه وخت يې د راټولو لپاره مناسبه دی.
- د سنځلې حاصلاتو استعمال:
مېوهیې تازه، وچه، یا له شاتو، زیتون غوړو سره ګډه خوړل کېږي.
له ګلانویې عطر، خوشبویه تېل او له لرګي څخه يې د زینتي توکو جوړولو لپاره استفاده کېږي.
- اقتصادي ارزښت:
سنځله نه یوازې خوږه مېوه ده، بلکې درملیز، اقتصادي او صنعتي کارونې هم لري.
دا ونه د اقلیم، خاورې، اوبو او بازار د اړتیا پر بنسټ د بزګر لپاره یوه ګټوره بدیله کرنه ګڼل کېږي.
۳. د سنځلې احتمالي زیانونه او احتیاطي سپارښتنې
سنځله یوه بډایه او ګټوره مېوه ده، خو د هرې طبیعي سرچینې په څېر، د نامناسبې یا زیاتي کارونې په صورت کې ځینې ستونزې هم رامنځته کولی شي.
- د قبض سبب کېدل:
سنځله طبیعتاً قابضه خاصیت لري، یعنې د بدن رطوبت کموي او د نس بندیدو لامل کېدای شي. هغه کسان چې له یبوست یا قبض څخه رنځ وړي، باید دا مېوه په اندازه او د نورو نرم خوړو سره یوځای وخوري.
- د زیات استعمال په صورت کې د هاضمې ستونزې:
د سنځلې زیاته خوړنه، په ځانګړې توګه د وچو مېوو په بڼه، کولای شي د معدې دروندوالی، نفخ یا ګاز جوړېدل او تیزابیت رامنځته کړي. له همدې امله د اعتدال رعایت مهم دی.
- د شکرې ناروغانو ته احتیاط:
که څه هم سنځله د طبیعي قندونو (ګلوکوز او فرکتوز) درلودونکې ده، خو بیا هم د شکرې ناروغان باید د ډاکټر په مشوره د دې مېوې اندازه مشخصه کړي، ځکه هر قند بدن باندې تاثیر لري.
- حساسیت یا الرجي:
که څه هم دا کم پېښېږي، خو ځینې خلک ممکن د سنځلې له ګلانو یا مېوو سره حساسیت ولري. که چا ته يې له خوړلو وروسته خارښ، پړسوب یا د تنفس ستونزه پیدا شي؛ نو باید سملاسي طبي پاملرنه وشي.
۴. سپارښتنه:
که څه هم سنځله روغتيا ته بېشمېره ګټې لري، خو په خوړولو کې يې بايد اعتدال په پام کې ونيول شي. پای کې ویلای شو چې سنځله د طبیعت یوه زرینه تحفه ده، خو دا تحفه هغه مهال ارزښت پیدا کوي، چې په سمه توګه وپېژندل شي او د بدن اړتیا ته په پام سره وخوړل شي.