ملګرو ملتونو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجرایوي مشر پینو الارچي د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند سره په لیدنه کې د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې ده.
ارګ په یوه خبرپاڼه نن (دوشنبه، کب۱۴ مه) له ښاغلي برادر سره د الارچي د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې دواړو لورو له نشه يي توکو سره د اسلامي امارت پر مبارزې او همداشان د افغانستان په تړاو په نړیوالو ناستو کې د افغان حکومت پر ګډون خبرې اترې وکړې.