ډېر لوستل شوي

خوست کې له دوو کسانو سره نږدې ۲ زره د نشې ګولۍ نیول شوې دي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په خوست ولایت کې دوه کسان د نشې له ۱۹۰۰ ګولیو سره یو ځای نیول شوي دي.  

د یاد وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا کسان د خوست امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري په خوست ښار کې نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې نیول شوي به ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.  

اسلامي امارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو د لسګونه کسانو د نیولو راپورونه ورکړي وو.

د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی، او له تېرو دریو کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

اړوند خبرونه