ډېر لوستل شوي

شپږو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو ۲۲ کاروباریان نیول شوي 

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معییت خبر ورکړی چې په شپږو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو په تړاو ۲۲ کسان نیول شوي دي. 

 د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا کسان په بلخ، فراه، هرات، هلمند، نیمروز او خوست ولایتونو کې نیول شوي دي.  

د خبرپاڼې له مخې چې له نیول‌شویو کسانو څخه ۱‍٫۵۱ کیلو ګرامه چرس، ۳٬۳۳۵ کیلو ګرامه تریاک، ۱۹۹ ګرامه هیرویین، ۲۵۰ لیټره تیزاب، ۵۳۱ عدده د نشې ګولۍ او نور توکي نیول شوي دي. 

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت همداراز ویلي چې نیول شوي کسان به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. 

دې ادارې په یوه بله خبرتیا کې ویلي چې د زابل ولایت اړوند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو د یاد ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې ۲ زره ۶۴۰ کیلو ګرامه اومان کشف او له منځه وړي دي. 

کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د لسګونه کاروباریانو د نیول‌کېدو راپورونه ورکړي وو.  د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو دریو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

اړوند خبرونه