عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په پکتیا او بلخ کې د خوراکي توکو له پلورنځیو او خصوصي روغتیایي سکټور څخه نظارت شوی دی.
د وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په پکتیا کې د یاد نظارت پرمهال د خوراکي توکو له پلورنځیو ۳۱ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۱۵ کارتنه درمل راټول شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي د بلخ په مرکز، مزارشریف ښار کې هم پنځه درملتونونه او د یو خصوصي روغتون عملیاتخونه او لابراتوار له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې په ګردیز ښار کې د مالګې دوه ګدامونه د بېکیفیته مالګې پلورلو له امله تړل شوي دي.
روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه درملتونونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې په خاطر تړلي وو.