ډېر لوستل شوي

د هېواد د زندانونو رییسانو د ظرفیت‌لوړونې په موخه ۱۵ ورځنۍ زده‌کړې ترلاسه کړې

د زندانونو د چارو د سمون ادارې له لوري د «زندانیانو د ښې ساتنې» تر سرلیک لاندې، د کابل او ۳۳ ولایتونو د زندانونو رییسانو لپاره د ۱۵ ورځنیو زده‌کړو د ظرفیت‌لوړونې پای غونډه شوې ده.
د امید راډیو خبریال د راپور له مخې چې یادو کسانو د ظرفیت‌لوړونې په موخه ۱۵ ورځنۍ زده‌کړې ترلاسه کړې، او تمه ده چې له دغو مهارتونو څخه په خپلو ورځنیو چارو کې اغېزمنه ګټه پورته کړي.
د دې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال، محمد کاظم طارق، په یاده غونډه کې ویلي هیله ده چې یاد کسان د ظرفیت‌لوړونې او مسلکي مهارتونو په برخه کې له ترلاسه کړو زده‌کړو څخه لازمه ګټه پورته کړي.
د راپور له مخې، بلخوا د زندانونو چارو د سمون ادارې د کارکوونکو چارو رییس، مولوي ضیاالرحمن سعید ویلي چې اوسمهال په زندانونو کې زندانیان نه ربړول کېږي، بلکې ټولې اړینې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.
نوموړی ډاډ ورکړی چې په راتلونکې کې به د زندانیانو د پایوازانو او نورو اړوند برخو کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.
د امید راډیو د خبریال په راپور کې ویل شوي چې همداراز د زندانونو د چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال، لوی پاسوال قاري حبیب‌الله بدر بیا ویلي چې هېڅوک په زندانونو کې له محبوسینو سره د زورزیاتي اجازه نه لري.
نوموړي د ځینو رسنیو هغه ادعاوې بې‌بنست بللې چې ګواکې په زندانونو کې بندیان ربړول کېږي.
د ویلو ده چې د غونډې په پای کې، د زندانونو د چارو د سمون ادارې له لوري د ۱۵ ورځني سیمینار ګډونوالو ته ستاینلیکونه هم وېشل شوي دي.

اړوند خبرونه