د کار او ټولنيزو چارو وزارت هغه خبر رد کړ چې ګواکې سبا ورځ به په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.
د ياد وزارت وياند سميعالله ابراهيمي اميد راډيو ته ويلي، دا چې راتلونکې جمعه د زمري له ۲۴مې سره برابره ده؛ نو په همدې موخه سبا (پنجشنبه، زمري۲۳مه) په ټول هېواد کې رسمي ورځ ده او د رخصتي په تړاو تر اوسه پرېکړه نه دې شوې.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت، له شاوخوا شل کلنې مبارزې وروسته، څلور کاله وړاندې یعنې د ۱۴۰۰م کال د زمري پر ۲۴مه او د یکشنبې په ورځ – بیاځلې واک ته ورسېد.