کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۲۲ کسان د غلا، باجاخیستو، بهرنیو اثارو ناقانونه پیر او پلور، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دوی کې پنځه په خوست، څلور په سمنګان، درې په فاریاب، درې په نیمروز، دوه په ننګرهار او پنځه په پکتیکا، بلخ، هلمند، لغمان او بغلان ولایتونو کې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په ورته مهال، د اورزګان امنیې قومندانۍ په مرکز ترینکوټ ښار کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
د سرچینې په وینا چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د اسلامي امارت ځواکونو تر دې مخکې هم په هېواد کې لسګونه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي وو.