ډېر لوستل شوي

“د فقر د کمښت لپاره دې امارتي او خصوصي سکټورونه په همغږۍ فعالیت وکړي”

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د افغانستان بانک له لوی رییس، مولوي نوراحمد آغا سره د یاد وزارت د کار چارو معین، مولوي محمدزاهد احمدزي د کتنې خبر ورکړی.
په دې کتنه کې د کار چارو معین ویلي چې په ټولنه کې د بېکارۍ او فقر کچې د کمښت په موخه د امارتي او خصوصي سکتورونو ګډ فعالیت اړین دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره د کار ملي کنفرانس د ژمنې هم باید تعقیب شي.
بلخوا د افغانستان بانک لوی رییس په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ کچې کمښت ته د یاد بانک پر ژمنتیا ټینګار کړی، او په وینا یې چې افغانستان بانک په دې ډګر کې کوټلي ګامونه اخیستي دي.
نوموړي ویلي چې اوسمهال په بانکونو کې د خلکو په اماناتو محدودیتونه کم شوي او د ملي پولي واحد ارزښت ثابت ساتل شوی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې همداراز پانګه‌والو او متشبثینو ته د نورو اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه هم شوې ده.

اړوند خبرونه