ډېر لوستل شوي

د غور مسوولین: د ومان بوټي د راټولولو په تړاو ۱۹ کسان ونیول شول

د غور مسوولینو د یاد ولایت په «پسابند» ولسوالۍ کې د ومان بوټي د راټولولو او پلور په تړاو د ۱۹ کسانو د نیول‌کېدو خبر ورکړی. 

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ رسنیو ته ویلي چې دا کسان په پسابند ولسوالۍ کې د نورک حوزې پولیسو د کشفي عملیاتو پرمهال نیولي دي. 

د مسوولینو په وینا چې له نیول‌شویو کسانو سره څه باندې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه ومان هم ترلاسه او له منځه وړل شوي دي. 

د غور امنیې قوماندانۍ مسوولینو دا هم ویلي چې نیول‌شوي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. 

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو لسګونه کسان نیول شوي وو.  

د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه‌ وړل شوې دي.

اړوند خبرونه