ډېر لوستل شوي

لوګر کې د ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۷ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوي

پوهنې وزارت خبر ورکړی چې د لوګر په «برکي‌برک، چرخ او خروار» ولسوالیو کې د ۷ ښوونځیو لپاره جوړې‌شوې ودانۍ ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ودانۍ د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ جوړې او د پوهنې مسوولینو او ځايي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د ښوونځیو هره ودانۍ شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، سل مېزونه او څوکۍ، د څښاک اوبو سیسټم، لمریز برېښناسیسټم او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
د پوهنې وزارت دا هم ویلي چې د دغو ښوونځیو په جوړېدو سره ۲ زره ۱۰۰ زده‌کوونکو ته سالم درسي چاپېریال برابر شوی دی.
د ویلو ده چې څو ورځې مخکې هم په یاد ولایت کې د ۸۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۷ ښوونځیو لپاره ورته ودانۍ جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې وې.

اړوند خبرونه