ډېر لوستل شوي

هېواد کې د بې‌کیفیته درملو پر مخنیوي ټینګار شوی

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ ۱۷مه ناسته کې د تدارکاتي پروسو د شفافیت او چارو ژر ترسراوي، د درملو د بیو کنټرول، د بې‌کیفیته درملو مخنیوي او کورنیو تولیداتو ته پر لومړیتوب ورکولو بحث شوی دی.
دا غونډه نن (یکشنبې، وږي ۲مه) د عامې روغتیا د وزیر، مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د یاد وزارت مرستیالانو او مرکزي رییسانو په شتون کې شوې ده.
د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې “په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د درملو په پېرودلو کې باید داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شي، د دولتي روغتونونو د اړتیاوو ارزونه ترسره او ورته دې لازم توکي او تجهیزات وپېرل شي او له اړتیا پرته دې له دولتې روغتونونو څخه د ناروغانو د راجع کولو جدي مخنیوي وشي.”
په دې غونډه کې همداراز د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او رییسانو د چارو د ښه ترسراوي په اړه خپل نظرونه شریک او د تېرو غونډو د پرېکړو راپورنه یې له مولوي نور جلال جلالي سره شریک کړي دي.
د ویلو ده چې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ ۱۷مه ناسته کې د شفري نسخو د جدي څارنې او د Comprehensive ازموینې د پایلو پر څرنګوالي هم هراړخیز بحث شوی دی.

اړوند خبرونه