ډېر لوستل شوي

ملالۍ نسايي، ولادي روغتون کې څه باندې زر وړیا جراحي عملیات شوي

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په تېر یو کال کې ملالۍ نسايي ولادي دولتي روغتون کې شاوخوا ۱۱۳۱ وړیا جراحي عملیات شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کې ۶۰۷ ستر او ۵۲۴ کوچني جراحي عملیات شامل وو.
د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا عملیات د مجربو متخصصو ډاکټرانو له لوري په وړیا ډول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې په یاد روغتون کې ۱۲۱ زره ۶۹۱ ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او ۴۰ زره ۹۹۲ ناروغانو ته داخل‌بستر (IPD) خدمات وړاندې شوې دي.
عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر دولتي روغتونونو کې د زرګونه وړیا جراحي عملیات د ترسره‌کېدو راپورونه ورکړي وو.

اړوند خبرونه