ډېر لوستل شوي

غزني کې د دوو ښوونځیو رغنیز کارونه بشپړ شوي

د غزني مسوولین وایي، د یاد ولایت په «قره‌باغ» ولسوالۍ کې د ۲ میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د دغه وزارت د پوهنې ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «شهید قاري عبدالله» لېسه او «سلطان محمود» منځنی ښوونځی» د پوهنې وزارت له بودیجې رغول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې رغنیزو چارو کې د یادو ښوونځیو د چتونو، دیوالونو، زینو، کړکیو، دروازو، تشنابونو، د ودانیو بیروني پلاسټر او رنګ شامل وو.
د مسوولینو په وینا چې د دې چارو په بشپړېدو سره به اوس د دواړو ښوونځیو زده‌کوونکي په مناسب چاپېریال کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.
بلخوا د قره‌باغ ولسوالۍ د پوهنې امریت د دولت له دې مالي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ ویلي چې په تېرو کلونو کې یې هم د دولتي بودیجې، کورنیو بنسټونو او د خلکو په همکارۍ ګڼ ښوونځي جوړ او بیارغولي دي.

اړوند خبرونه