ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت د صهیونستانو لخوا د فلسطین لوېدیځ کې ۳۵۰۰ مېشت ځایونو جوړول غندلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د صهیونستي اشغالګرو له لوري د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د ۳۵۰۰ نویو مېشتغالو جوړونه په کلکو ټکو غندلې ده.

یاد وزارت نن(جمعه، کب ۱۸مه) په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: اسلامي امارت اسرائیلو له لوري دغه ناوړه اقدام د فلسطیني ځمکو د اشغال په لړ کې یو بل ښکاره تېری بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسلامي امارت د فلسطین خاوره د (فلسطینیانو) قانوني حق بولي او د اسرائیلو له لوري دغه ډول ظالمانه اقدامات او په غزه کې روانه نسل وژنه د نه جبرانېدونکو پایلو او په سیمه کې د بې ثباتۍ سببګڼي.

  بهرنیو چارو وزارت پر نړېوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې په ګډه د دې ناورین د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

په خبرپاڼه کې پر اسلامي هیوادونو غږ شوی چې دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي، تر څو د فلسطین د مظلوم ولس د ټولوژنې، د ځمکو غصب او په سیمه کې د وضعیت د لا بحراني کېدو او بې ثباتۍ مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده، چې صهیونستي رژیم تازه پتېیلې چې د فلسطین په لوېدیځه غاړه(الضفة الغربیة) کې ۳۵۰۰ نوي مېشتځایونه جوړ کړي چې دې اقدام د ګڼو هیوادونو غوسه راپارولې ده.

اړوند خبرونه