د پروان ځایي مسوولین وایي، یاد ولایت کې په غیرقانوني توګه د تاریخي اثارو ترلاسهکولو په تړاو پنځه کسان نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دا کسان نن (چهارشنبې، وږي ۵مه) د مرکز اړوند په «هوفیان شریف» سیمه کې د غیرقانوني کیندنو په تړاو نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې هغوی په یو کور کې د غیرقانوني کیندنو او تاریخي اثارو په ترلاسهکولو بوخت وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ مسوولینو دا هم ویلي چې نیولشویو کسانو خپل جرم منلی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د اسلامي امارت ځواکونو تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د غیرقانوني کیندنو په تړاو یو شمېر کسان نیولي وو.

