کورنیو چارو وزارت، د یاد وزارت د دفتر رییس، لوی پاسوال مولوي زین الله عابر په مشرۍ په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه بېړنۍ غونډه کړې ده.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې د امنیتي چارو د ستر معینیت مرستیال لوی پاسوال مولوي عطاالله انوري، د کابل امنیه قومندان پاسوال ملا ولي جان حمزه، د مقام د دفتر سر یاور مولوي عبدالرحیم ثاقب، د ترافیکو لوی رییس انجینر سید رحیم جاهد او د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت علمي او مسلکي مرستیال مولوي شمس الدین ابومنصور ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي پر عملي لارو چارو د بحث ترڅنګ د ترافیک پولیسو او عامه امن پولیسو ترمنځ پر دوامدارې همغږۍ ټینګار شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د امنیتي چارو د ستر معینیت په همغږۍ هغه مسافر وړونکي موټر ودرول شي چې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د کابل – کندهار په لاره «ارغندي» سیمه کې د ۵۸۰ مسافروړونکي موټر د چپهکېدو له امله ۲۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.

