د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ په ۲۹مې ويالې سيمه کې د يوه ځايي اوسېدونکي پر کور دوه هوايي بريدونه شوي، چې له امله د يوې بېګناه مېرمنې په ګډون څلور ماشومان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ياد ولايت چارواکو زياته کړې، په نښه شوي کور هيڅ غړي په کومې ډلې پورې هم تړاو نه درلود.
په ورته مهال نا تائيد شوي راپورونه وایي، چې تېره شپه د خوست په سپېره ولسوالۍ کې هم هوایي برید شوی دی. د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د پېښې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او روغتیايي مسوولینو ته یې د ټپیانو د ښې درملنې سپارښتنه کړې ده.

