د کندز د مرکز او ولسوالیو په ګډون پینځو لوبډلو د دې ولایت په ابدان دښته کې د خوسي سیالۍ ترسره کړې.
په دغو سياليو کې د کندز، اقتاش، دشت ارچي، گلتېپې او قلعه ذال لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې کندز لوبډلې لومړی او اقتاش لوبډلې بيا دويم مقام ترلاسه کړ.
دا لوبې د کندز د بدني روزنې د ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت په مټ چمتو شوې وې چې موخه یې هیواد کې د دودیزو لوبو بیادودونه او عامول وو.
د کلي جام په نوم دا سیالۍ د یوې ورځې په مخه ترسره شوې.
د ویلو ده چې د هیواد د ورزش اداره د دودیزو لوبو د بیاراژوندي کولو په تکل کې ده.