د ننګرهار ځایي مسوولین وایي چې په تورخم کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ۷۲ ټنه بېکیفیته جوارو د واردېدو مخه نیول شوې او بېرته یاد هېواد ته ورګرځول شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې دا بېکیفیته جوار د «رفیقي» شرکت له لوري راوړل کېدل، خو د تورخم بندر د نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو یې مخه نیولې ده.
د دغه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، مولوی محمد ولي محسن ویلي چې ټول سوداګر باید هېواد ته باکیفیته محصولات د وارد کړي، چې هېوادول د صحي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوې ورځې وړاندې هم د ذکر شوي شرکت له لوري راوړل شوي ۱۰۵ ټنه بېکیفیته جوار بېرته پاکستان ته ورګرځول شوي وو.
د یادونې ده چې د تورخم له لارې هره ورځ لسګونه موټره تازه مېوه، سابه، غلې دانې، حیواني او نباتي درمل او ګڼ نور مواد انتقالېږي چې د کرنې ریاست د قرنطین مدیریت د څار پرمهال خرابو محصولاتو ته د واردېدو اجازه نه ورکول کېږي.

