ډېر لوستل شوي

کندز کې د لسګونه میله وسلو او مهماتو په تړاو ۱۲ تنه نيول شوي

د کندز امنیه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، امنيتي ځواکونو د تېرو درې میاشتو په لړ کې د مرکز او نهو ولسوالیو په کچه لسګونه میله بېلابېل ډوله وسلې او مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.

د ترهګرۍ پر وړاندې د يادې قوماندانۍ د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، نیول شوې وسلې او مهمات نن د اړوندو مسوولینو او رسنیو په شتون کې د اسلحو د ثبت یا بیت‌المال کمیسیون ته وسپارل شوې.

د يادو مسوولينو په وينا، په دې تړاو ۱۲ تنه نيول شوي مظنونین د لومړنیو څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي. د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، له مظنونینو سره ۱۶ میله بېلابېل تفنګچې، یو میل کلاشینکوف، پنځه میله پیکا، اووه میله چره‌ییز ټوپک، اته فیره د نارنجک مرمۍ، ۶۹ فیره د سم‌سم مرمۍ، ۱۵ لاسي بمونه، ۱۲ فیره د راکټ مرمۍ او په زرګونه فیره د کلاشینکوف مرمۍ ترلاسه شوي دي.

اړوند خبرونه