د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د تېرې شپې د زلزلې له امله د ننګرهار، لغمان او کونړ مرکزي روغتونونه د وینې بانکونه له جدي کمښت سره مخ شوي دي.
د ياد وزارت وياند خبيب غفران د دغو روغتونونو مسوولينو په حواله ويلي، چې د زلزلې له امله سلګونه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او هغوی بیړنۍ وینې ته اړتیا لري.
سرچینې زیاتوي، په اوسني وضعیت کې د وینې کمښت د ټپیانو د درملنې پر بهیر ناوړه اغېزه کړې او له خلکو غوښتنه شوې، چې د وینې په ورکولو سره د خپلو ټپیانو د ژوند ژغورلو کې مرسته وکړي.

