لغمان والي شيخ شير احمد حقاني د دې ولايت حوزي روغتون ته ورغلی او د تېرې شپې له زلزلهځپلو ټپيانو څخه يې له نږدې ليدنه کړې ده.
د اميد راډيو خبريال وايي، ښاغلي حقاني له ټپيانو سره د نعدو مرستو ترڅنګ د روغتون مسوولينو او ډاکټرانو ته سپارښته کړې، چې ټپيانو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي، ترڅو د دوی ژوند وژغورل شي.
دغه راز د ياد ولايت روغتيايي مسوولينو ډاډ ورکړی، چې دوی شپه او ورځ د ولسونو په خدمت کې دي او ټپيانو ته به ټول خدمتونه برابر کړي.
د معلوماتو له مخې، د تېرې شپي د زلزلي له امله په دغه روغتون کې شاوخوا ۵۷ تنه ټپیان بستر شوي، چې د دوی له ډلې ځينې سخت ژوبل او يو شمېر برسيرن ټپيان شوي دي.

