د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د تېری شپې زلزلې له امله یوازې د ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو په روغتونونو کې سلګونه ټپیان بستر شوي دي.
د وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په وینا، تر دې دمه په ننګرهار او لغمان کې شاوخوا درې سوه پنځوس ټپیان ثبت شوي چې له دې شمېر ۸۰ تنه د لغمان اوسېدونکي دي. همدارنګه یوازې په کونړ کې له ۴۰۰ ډېر ټپیان بیړنیو مرکزونو ته انتقال شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د شهیدانو کره شمېر تر اوسه نه دی روښانه شوی؛ خو ویل کېږي چې لسګونه تنه د زلزلې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
وزارت ټینګار کوي، چې د ژغورنې او پلټنې عملیات لا هم دوام لري او کېدای شي د ټپیانو او شهیدانو شمېر له دې زیات شي.

