ډېر لوستل شوي

د کونړ او ننګرهار د زلزلې د زيانونو وروستي ارقام؛ سلګونه شهیدان او ټپيان شوي

د کورنيو چارو وزارت د وروستیو مالوماتو له مخې، د تېرې شپې زلزلې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې سخته غمیزه رامنځته کړې ده.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع په وينا، په کونړ ولایت کې لږ تر لږه ۶۱۰ تنه شهیدان شوي او شاوخوا ۱۳۰۰ تنه ټپیان دي. د زلزلې له امله ګڼ شمېر کورونه هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
په ورته وخت کې، په ننګرهار ولایت کې تر اوسه د ۱۲ تنو شهادت او د ۲۵۵ تنو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی، همدارنګه لسګونه کورونه هم ويجاړ شوي دي.
ښاغلي مفتي زياته کړې، چې د کورنيو چارو وزير خليفه سراج الدين حقاني په لارښوونه د اړوندو ولایتونو واليانو، امنیه قوماندانانو او امنیتي او خدماتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې، چې ژر تر ژره د پېښو سیمو ته ځانونه ورسوي او له زیانمنو خلکو سره پر وخت او هر اړخیزه مرسته وکړي.
سرچینه زیاتوي، چې ټول امنیتي، خدماتي، صحي، ترانسپورتي او غذايي ټیمونه د مرستو په برخه کې چټک شوي، ترڅو د اغېزمنو کورنیو اړتياوې په بشپړ ډول پوره شي.

اړوند خبرونه