ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د درملو ټولنې له حوزوي روغتون سره مرسته کړې

د ننګرهار د درملو ټولنې د دې ولايت له حوزوي روغتون سره په يوه اندازه د اړینو درملو مرسته کړې ده.
د عامې روغتيا رياست د يادې ټولنې د مسوولينو په حواله ويلي، چې دغه مرسته د وروستۍ زلزلې له امله د ټپیانو د درملنې لپاره شوې ده.
دغو مسوولينو ټينګار کړی، چې له روغتون سره د اړتیا په صورت کې د نورو مرستو لپاره هم چمتو دي.
د ننګرهار حوزوي روغتون مسوولینو د دې مرستې هرکلی کړی او ويلي دي، چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې به ورڅخه پراخه ګټه پورته شي.

اړوند خبرونه