د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د ننګرهار او کونړ ولایتونو له زيانمنو کورنيو سره د بيګا شپې زلزلې له امله د خواخوږۍ تر څنګ د مرستې ډاډ ورکړی دی.
(UNDP) په خپله اېکس پاڼه ليکلي: “زموږ زړونه له هغو کورنیو سره دي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله یې خپلوان له لاسه ورکړي او اغېزمن شوي دي. موږ د خپلو همکارو ادارو سره یو ځای د اړتیاوو د ارزونې او د بیړنیو مرستو د برابرولو هڅه کوو. “
یاد پروګرام زیاتوي، چې د افغانانو خدمت ته ژمن دي او هڅه کوي، څو د خوندي چاپېریال د رامنځته کېدو په لاره کې مرسته وکړي.

