د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د خپلو پیغامونو له لارې د ختیځو ولایتونو د پرونۍ شپې زلزلې له قربانیانو سره ژوره همدردي څرګنده کړې او د ټپیانو لپاره یې د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې. نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر له هېڅ ډول هڅې ډډه نه کوي او د زلزلهځپلو د مرستې لپاره به اړین اقدامات ترسره کړي.
په ورته مهال، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم له زلزلهځپلو سره ژوره خواخوږي ښودلې او زياته کړې يې ده، چې په سیمه کې د دوی بشردوستانه شریکان شتون لري، ترڅو اړینې مرستې د اغېزمنو خلکو لاس ته ورسېږي.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې شاوخوا ۶۲۲ تنه شهيدان شوي او له ۵۵۰ ډېر کسان ټپيان شوي دي.

