ډېر لوستل شوي

ځینو ولایتونو کې ۳۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په یو شمېر ولایتونو کې ۳۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي. 

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان په هرات، فاریاب، نیمروز، خوست او لغمان ولایتونو کې د غلا، وژنې، قمار او وسایطو د ښیښو تورولو په تړاو نیول شوي دي. 

کورنیو چارو وزارت ویلي چې نیول‌شوي کسان عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي. 

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو په کاپیسا او بامیان ولایتونو کې یو شمېر مهمات هم ترلاسه کړي دي.  

د اسلامي امارت ځواکونو تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د لسګونه کسان نیولي او اړوندو ارګانونو ته ورپېژندلي وو.  

کورنیو چارو وزارت بار بار ټینګار کړی چې د هغو کسانو د فعالیتونو مخه به نیسي چې په ټولنه کې په غیرقانوني فعالیتونو سره ناامني رامنځته کوي.

اړوند خبرونه