د متحده عربي اماراتو د ولسمشر شيخ محمد بن زايد ال نهيان په لارښوونه د ګډو عملياتو قوماندانۍ افغانستان ته د ۴۰ ټنه خوارکي او استوګنيزو توکو الوتکه د هېواد ختيځو سيمو کې زلزلهځپلو ته د مرستي په موخه رالېږلي دي.
د متحده عربي اماراتو د رسنيو راپور له مخې، له زلزلهځپلو سره د مرستې په موخه د دې ترڅنګ د يوې بېړنۍ مرستندويه کښتۍ د رالېږلو امر هم شوی، چې پکې خوراکي توکي، د استوګنې وسايل او درمليزې مرستې بار دي.
شيخمحمد بن زايد ال نهيان ټينګار کړی، چې په هېواد کې به د زلزلهځپلو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
دا په داسې مهال ده، چې ياد هېواد تر دې وړاندې هم د ختيځو ولایتو د زلزلهځپلو سيمو د زیانمنو شويو لپاره څلور الوتکي بېړنۍ مرستې رالېږلې وې.

