ډېر لوستل شوي

د کابل–کندهار په لویه لار د خونړۍ ترافيکي پېښې له امله شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د کابل ـ کندهار په لويه لار تېره شپه د ۵۸۰ مسافر وړونکي او د پاسو ډوله موټر ترمنځ د خونړۍ ترافيکي پېښې له امله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو بل ټپې شوی دی.
د غزني ولايت د مقام وياند مولوي عزت الله سعيدي د دې ولايت د ترافيکو مديريت په حواله اميد راډيو ته ويلي، په دې پېښه کې د يوې مېرمنې او څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنه شهيدان شوي او يو بل ټپي شوی دی.
د ياد ولايت د قوماندانۍ د يو بل خبر له مخې، د همدې لويې لارې په اوږدو کې د تراکتور او مسافر وړونکي موټر ترمنځ يو بله پېښه رامنځته شوې، چې پکې يوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د يوې بلې مېرمنې په ګډون دوه تنه ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې د سيمې له ځايه ټپيان د غزني ولايت ملکي روغتون ته لېږدول شوي او د ترافيکي پېښې لامل هم توره شپه او د ترافيکي قوانینو نه رعايتول ښودل شوي دي.

اړوند خبرونه